

اشرف خان هجري
چې یې زلفې په خپل مخ کړې پېچ و تاب
زما زار په مخ یې پرانت د غم باب
غم د یار همه ما کره میلمه شه
ما حضر مې ورته پېش کړ زړه کباب
محبت څه هسې زه ما لیده نکړم
چې به خوښ شم په سل جامه د شراب
زه په تېغ د هجر غوڅ بهار به څه کړم
زیری روغ خلقو ته کار کا د رباب
لا د عشق نمبې و ما و ته جنت شوې
یا ماهیو ته بهشت وینم دریاب
په نرمۍ دز ړو تسخیر کا غلط مه شه
دام طایر ته صیاد پټ کا په تراب
چې په خم د زلفو بند شوې تېښته مه کړه
مرغه لا په جال اخته کا اضطراب
نن به څه مومم رها د عشق له چنګه
که هر څو مې وریتوي د عشق په تاب
هغه دم مې یې د زړه زرکه شګون کړه
په ازل چې ښکار کاوه ده د عقاب
د ذقن په چا کې بند رها مې نشي
مګر راکړه له دوو زلفو یو طناب
شپه د هجر طولاني ده تر حسابه
څو به ورځ د وصال ګورم زه خراب
ما هجري چې د باور په چشمو ولید
د وصال عمر ډېر کم دی تر حباب