

اشرف خان هجري
باور مه کاڼۍ غلطو تش سراب دی
نه باقي د جهان عیش نه عذاب دی
هر ساعت چې یې موجود د نیکو بدو
بود عدم یې برابر مثل یې خواب دی
حیراني دې په غفلت کړم اې بشره!
ستا د طمعې په څه اوږد هسې طناب دی
سر له خامه باده پر کړې زرفنا شي
کبره عمر دې جوړ قصه د حباب دی
رخ دې نه دی ماڼې مه څکوه فلک ته
د استوګتې مکان ستا نس د تراب دی
چې تر تا اول چا لوی قصر بنا کړ
که یې نن نشانه شته ولې خراب دی
از هوس دوه مرشدان ته یې مرید یې
بېهوده لافې کوې پیر مې کتاب دی
د فرمان په خیانت دلیري مه کړه
د عمل پوښتنه کا وړاندې حساب دی
د انصاف په سترګو یون د عمر ګوره
چې له باده یې ګوی وړی په شتاب دی
ما یې هیڅ وفا له چا معلومه نه کړه
ښه هنګام د کودکۍ که د شباب دی
دانایان د چا په وعظ محتاج نه دي
چې نادانو هجري کړی دا جواب دی