...

اشرف خان هجري

د عاشق چې په وصال د یار نوبت وي

هغه دم یې فراموش باغ د جنت وي

چې د ځان په مخ یې سترګې شي ثابتې

هېر له شوقه د مژګانو حرکت وي

د عشق جېش مې زړه لاندې کړو په جور

صبره تښته لکه غل که دې فرصت وي

خماري سترګو یې بې میو کیفي کړم

په رضا د هوښيارۍ له ما رخصت وي

د نګاه په تېغ یې سر د توبې غوڅ کړ

تقوا ویر د ځان کوه که دې مهلت وي

ستا د مخ په بهار هسې بذ له ګوی شم

لکه واف ګویا د ګلو په وصلت وي

یاد د حورو هلته مه کوه زاهده

چې اغز د ښکلو جونو حکایت وي

د وصال خواږه بهتر بدل یې نشته

بد ناتار پسې پوځونه د فرقت وي

چې لړم د هجران نېش په ینه کېږدي

نزدیکي یې د چشمو خوب لره افت وي

هجر څه ریزه الماس وي په ګوګل کې

په رنځور یې هر ساعت نوی زحمت وي

چې عذاب یې د هجران مشاهده کړ

که ادب له اوره کاندي ملامت وي

د فرقت د داغ په خوږ هغه خبر وي

چې په وینو یې لاله غوندې لت پت وي

ما ته غم همه دوڅار کړو خپلې مینې

په ناحق مې له هجرانه شکایت وي

هجري هله عدل غواړه له دلبرو

که قصاب له مژونو کړی مروت وي