

اشرف خان هجري
چې په زړه یې ستا د شوق لمبه تاب شي
له هغه تاوه یې تن همه کباب شي
تل د زړه ښار لوټې بدن ویده دی
تعجب ستا د سوارۍ یې په شتاب شي
سره لباس ته هوس مه کوه دلبره
اشفته به مضطرب لکه سیماب شي
نازک تن دې همه روغ د سپینو زرو
و اتش ته مجال نه لري سیم اب شي
تورې زلفې شکسته کړې په رخسارو
لاله ګل متجلی تر مښک و ناب شي
ځکه خاورې ستا د در په سترګو مږم
په رنجو روشني کله د خراب شي
ستا له تنه شم صبا په چمن تېر کا
دهن وا کا په درود غنچه ګلاب شي
د دوو سترګو دې مستي پکې نازله
بېهوده بدنام په خلقو کې شراب شي
د وصال وینا همېش کړي په دروغه
بې وفا وعده دې یار و ته سراب شي
عاشقان دې په دیدن پسې نولیږي
وسیله یې د حیات مل و رباب شي
ائینه فلک رتبه شي ستا له دسته
په خلوت کې یې نما ثاني مهتاب شي
هجري لا یې اور د حسن خلق سیزي
چې د نتې په مکان بیسر نواب شي