

اشرف خان هجري
تاو د هجر پوشیده هسې په زړه ځي
لکه اور چې د فانوس په لړمانه ځي
چې بخار یې عروج وکا و دماغ ته
د لوګي ګذر په فم یم تر لېمه ځي
بس فراق یې چشمې ډکې د نیسان کا
پیوسته ځکه دُرر تر هر باڼه ځي
د شکیب طاقت عدم دوا یې نشته
په ارمان د وصال عمر په کاته ځي
هسې جوش د جدايۍ سندونه وکا
چې نظر له تورو کسیو په ماڼه ځی
هر محنت چې قضا پېښ کا صبر بویه
همېشه کله مقام لکه اوره ځي
و له زړه بدن د یار په کوڅه بند کړ
لکه مست هاتهي په هوډ شه ځنې نه ځي
دوه بازو یې د اتش د مینې وسول
چې وزر د شاهین نه وي ترو په څه ځي
وعده ګاه د دیدن صحن د بهشت دی
ناخبر به هغه باغ لره ساړه ځي
د ایرو له بله اوره عذاب نشته
د اتش قهر په چوب لا په سکاره ځي
هجري ځکه د معنو افسر په سر کړ
چې په رو د شعر باندې په وېښته ځي