

اشرف خان هجري
هسې شور مې محبت کړی په من دی
چې دبدب یې په کور ایښی د کوه کن دی
سمندر غوندې همیش پرې تازه کېږم
په دوو ماروکښ اتش زما وطن دی
منثلب لکه هاروت په ګړته زانګي
چې مې زړه پکې بندي چاه د ذقن دی
په سینه مې لارې لارې کړې د اوښکو
ستا د در خاورې قمیص زما په تن دی
چې په تېغ د مینې مړه غسل یې نشته
د شهید په وینوس ره جامه کفن دی
هندوګۍ له ډېرې مینې ستي کیږي
هغه اور ورته بهشت چې یې مئین دی
سر چې ورکا منت کیږدي په دلبرې
ډېر بتر هغه مئین تر هندوزن دی
د خوبۍ مثال دې غواړم مونده نشي
مخلوقات مې لټولی تر خُتن دی
لږ ګونه یې ستا و جسم ته مایله
بهاري میلمه راغلی په چمن دی
بدخشي لعل به کاڼی وه بې قدره
ستا و لعلو ته رنګین ځکه ثمن دی
بل فضولو دی په شونډو نسبت کړی
هغه سور ګیټې د نمر چې په یمن دی
هجري یار د محبت په سترګو ویني
که ظاهر یې بدن لرې په دکن دی