

اشرف خان هجري
سر یې تل دې تا په تل لکه حنظل شي
د هر چا چې ګرځیدنه ستا په پل شي
په دربار دې درمندونه د کلو دي
لتِ خوره د جهانیو پرې غوبل شي
شم به چا و ګلاب ورکه ستا د زلفو
هر سحر یې پټوي نسیم دې غل شي
مشاطه چې دې شانه په زلفو کیږدي
په دریم فلک زهره له غمه جل شي
ستا د سترګو نمونه په دهر نشته
مګر لږ هغه شهند چې په سنبل شي
تر مصرۍ دې غاښ تیرې په تبسم کا
د زړه سر مې له تا بشه سره سره بیل شي
آسفته زړونه روشن کا د یهودو
چې په تن دې هویدا د سرو هیکل شي
د نوم یاد چې یې په فکر تصور کړم
په زبان یې مزه تېره تر عسل شي
که په تن کې عشق ریزه د الماس نه وي
په نزول یې د مخ رنګ ولې بدل شي
اول نښه د رښتیني عشق دغه ده
چې سړی له عقله کم کا مبدل شي
غمزده خټک بعید هغه زمان که
که د یار د جَوَس خاورې یې منزل شي