

اشرف خان هجري
که دې غم هسې لوګی لکه د اور وی
مناسب و چې په دود یې د هر تور وی
دریغه اور وي له ازله سوز د هجر
غم به ولې وه په ما که تن مې سکور وی
که لمبه مې د اندوه وي منتشره!
بایده و چې د زمکې په مخ ښور وی
ما به کله محبس غمونه ژوول
که رشوت د چغتي په دربار پور وی
فلک ما سره جنګۍ بېغمه خوب کړي
بخته هسې به دې چیرې کړل که ورور وی
د نشاط لباس مې هجر صدپاره کړ
له بدنه یې سر لرې کړې که زور وی
د غلیم ولې به غوڅه په زمان شوه
که په لاس کې مې ثابت د صبر لور وی
په بدل یې همه خویشکي پتې نه وي
په شماره ورځې حیات د همت نور وی
د ستم لاس به دې مات وه جفا کیشه
که له جوره دې خبر هجري په کور وی
دکن ډک د پښتنو پکار مې نه دی
نن په دا عرصه دلبر غوندې غمخور وی
خټک سود د منصب ولیده په سترګو
د اوربشو یو کنډک په وطن سپور وی