...

اشرف خان هجري

زړه مې بس د یار کتو ته انتظار دی

د فرقت په ډېر اندوه کې ګرفتار دی

ناصلاکه افضل کا زه به یې وړمه

که په رګ د ازاد ګل ولې سردار دی

هغه یار که کشش کا چاره مې نشته

په ستم یې شګفته یم چې نامدار دی

د شمشیر مخ مې لیدلی وه په سترګو

زیبنده د زېړو ګلو تر بهار دی

باري ته چې تل کشش کړې نوجوانه

کله ما په وطن کړی ستا دیدار دی

یاره ذوق په روه کړه په دکن خوښ یم

مه مې تن لره څکوه نه دې دا کار دی

د یاد پوځ دې تعین په زور مې بیايي

خبر نه یې چې په پښو مې سیه مار دی

په خپل غبره کې مستانه په عیش اوسه

ما ته هم د سجن غم لکه ګلزار دی

تل د جنګ سورې کوه د غره په څوکه

زه مئین په غریبۍ مل مې اشعار دی

ځنګلي چې عادتي په ترښو قی وي

که زلال په دور وي ځنې بېزار دی

هرګز یار دې ښادي نوم په جهان وکښ

زه قاني د سمندر دکن مې نار دی

د ګلونو ریاض جوړ هجري جدا شه

دم په دم ځکه نالان لکه هزار دی