

اشرف خان هجري
د ارمان په داغ به زړه خبأ مبتلا کا
چې باور څوک په کارونو د دنیا کړه
په الطاف یې غرور مه کړه فریبي ده
ګمان مه کړه چې دا مهر په رښتیا کا
چې له تېرو یې وفا له سره نکړه
هر چې نن ځينې وفا غواړي خطا کا
د هر کار بنیاد یې ایښی په جفا دی
مه وفا غواړه له دوره نه وفا کا
په یارۍ د هغه یار بډایي مه کړه
چې په یو نفس هزار ځای خندا کا
زه د یو ساعت باور په عمر نکړم
هغه وم دی چې امید ډېره بقا کا
دا زیبا ماڼۍ چې ته په جهان وینې
نهایت به یې ګردون همه صحرا کا
یو زمان په هجرۍ تېر په دکن نکړ
دوران کله په وینا خپله رضا کا