

اشرف خان هجري
چې په لار یې د وحدت ایښی قدم دی
و هغه ته غم ښادي عیش یې غم دی
څو د شک په مقام ګرځي غم به ویني
د یقین په ولایت یې نوم عدم دی
راشه پښه د صبر پاس په حرص کېږده
قناعت له عیشه ډک حزن یې کم دی
لاف الف غوندې صورت د یقین راکړه
قلب د لام له دله ورټه صنم دی
هر چې ملک یې د مُوْتُوْ په زهد خپل کړو
نور یې عمر د حیات له ربه سم دی
بېهوده عمل د اور ځنې فرار کا
ستا د عقل کیفیت لکه ضیغم دی
د لاهوت مارغه دې بند کړلو په زاغو
په خپل ځان دې عدل کړی که ستم دی
امن نشته د ناسوت له کیسه برو
مګر کډه شي په لاهوت بېحده یم دی
د تجرید کسب کوه شرف یې ګوره
که دې بلوتی په مشام د خرد شم دی
الف ځکه سرفراز چې جریده شه
په هر توري چې نفط بدن یې غم دی
شست و شو یې د همت په زلال بویه
په صفحه د زړه صنم عشق د درم دی
قدمونه یې په لاس د یقین نیسه
هغه کس چې یې تر شا فاني نعیم دی
چې عسل د دهر خوري زهر قبول کړه
د حلوا تباخ یې پُر واړه نسم دی
په دا حال هجري خبر په اربعین شه
چې په ټوک شاکرِ فقیر ثاني د جم دی