

اشرف خان هجري
چې تر زړه مې د ګربت لښکر چاپير شي
لار د اه کله خالي وي چې ترې تېر شي
په خاطر مې د یار یاد هسې غالب شه
په هر شي چې نظر کړم د ده په څير شي
غم د هجر هوش همه راڅخه یوړ
په زبان مې ځکه ذکر تېر و بېر شي
د فرقت زهر مې نوش دوا یې نشته
مګر سم یې په تریاث د وصل زیر شي
چې مهجور دولت د وصل په کنار کا
واړه غم یې د نعمت په شکر هیر شي
د قلزم موجونو ویستم له روهه
په دا حال به مې ګذر ته څرنګ پیر شي
میږي کله په لامبو ووځي له ډبه
مګر مل مې په همت زیړي کستیر شي
د سپهر دور طول د محن شپه کړه
لا به کله هویدا د لمر نمیر شي
نن فلک هسې غصه کا له مهجوره
که ډلۍ د نبات وپيري ګنډهیر شي
ځوانۍ ښه وفا دې وکړله تر اوسه
نن مې ستا له غدارته فکر ډېر شي
نور د کوچ خبرې ته کړه لکه ټوکې
رخت تړل دې په ما سخت لکه ګُل تیر شي
د معنو په ناوې یې غوڅ د حجاب سپر کا
د هجري خاطر خنجر کله شمشیر شي