

اشرف خان هجري
مئین ځکه ستا له دیده شوریده شي
چې یو بدر چار هلال یې په دیده شي
صف باڼه دې ناوکۍ وروځې کمانه
هر ناوکی ې په سینه د یار سیده شي
بې یارۍ دې ارایش خونونه کاندي
هۍ توبه که وسمه هم پرې کشیده شي
د مشام کاسه به کان کا د عنبرو
که یو خم دې له زلفینو بوئیده شي
که هر څو په نزاکت سروه نامي ده
په اسیب د باد کږه لکه لینده شي
که سایه د مارغه وشي ستا په اونه
څه عجب که یې له وزنه خمیده شي
په سیالۍ د جرأت نه کا ستا له قده
ګڼه پښه به یې په تبر بُریده شي
څوک به مدح ستا د قد په څه روش کا
په لیده یې عقل خورد فهمیده شي
د سپین مخ تخته دې هسې مصفا ده
چې څهره د هر اشیاء پکې لیده شي
ته مې پښه په سترګو کیږده زه حفیظ کړم
خدای دې نه کا چې باڼه پرې خلیده شي
زیبايي د جهان ختمه ستا په مخ ده
د لیلا تشه نامه ده اوریده شي
په رتبه د عاشقۍ ځنې فایق یم
که هر څو مینه د قیس ګوئیده شي
عنادل که دا غزل په غوږو واوري
بندګان به د بنده زرخریده شي
چې هجري دې په خامه د مخ صفت کې
په بیاض یې سل بهاره روئیده شي