

اشرف خان هجري
تر ټیکه دې لروبر کله لالۍ دي
نه هغه د دُرو لړ نه دا مچلۍ دي
هر طرف یې وروي په عاشقانو
په لمن یې اویزاندې ګُل ږلۍ دي
په سیمي لېچو دې لس ګوتې لیده شي
نزاکت و ته یې هیڅ د ګل کلۍ دي
مښک عنبر دې قدر نه لري د څڼیو
نه کافور دې تا له تنه د سیالۍ دي
د بیسر موتي دې لوټ ته حرکت کا
لکه ټول رهزن جرګه د څه څلۍ دي
سور بُلاق د سور مغل د جور مل شه
عاشقان خسته ککړ د دان کلۍ دي
رنګ و بوی یې ستا له مخه رعایت کړ
د چمن سوسن ګلاب که چنبیلۍ دي
دا اودی دې حضور هسې رنګینه کړه
ګویا ټول هنود راغلي د هولۍ دي
تورې سترګې دې زړه ریبي په کتلو
په نظر کې دې ذاتي د جنګ ګولۍ دي
که مئین یې په حیات ځنې ګوښه شه
د بهار په سیر درومي روهیلۍ دي
هجري حسن په روهي بتانو مه کړه
تر نسبت یې د هند جونه سهیلۍ دي