

اشرف خان هجري
په رخسار دې حبشي جوړۍ جوړۍ دي
بنده کړې یې اصیل په ناچارۍ دي
په جهان د حسن ته یې تخت ارایه
تر خوبۍ پورې دې څه د ملک پیرۍ دي
ستا د شونډو مثال څه کړمه په دور
د لاله تر پاڼو یې ترې هم نرۍ دي
د زینت چړې یې پرې زما مرۍ کړه
په مرۍ دې جوړ قطار خوني مرۍ دي
په حلقه د زړونو بند زړونه رها کړه
عاشقان دې په ځان شوي له یارۍ دي
استغنا جوړې رخصت دی د بتانو
د عشاقو برخه اه ډیرې زارۍ دي
د زینت سریر د روه دلبرو خپل کړ
پرستارې یې د هند همه مهرۍ دي
په زحمت به د هجري هغه پوهیږي
چې د هجر یې په سر تیرې خوارۍ دي
د عنبرو رنګ و بوی دې زلفو مات کړ
تر سنبلو ډیرې تیرې په ترۍ دي
چې یې سترګې ستا په سترګو روبرو کړې
نور هغه همه بري له هوښيارۍ دي