

اشرف خان هجري
چې د مانګ لړۍ دې جوړه په جاده شي
تر زینت یې د فلک جاده ساده شي
صفا مخ دې نژدې نه ګورم له ترسه
چرې نه د بڼو سایې پرې خاریده شي
ستا د چشمو سکر نه بښي مئین ته
که باده همېشه څښله په باده شي
هغه دم په ما شیرین وي تر بهشته
چې دا خاورې ستا د غولي و ساده شي
که ساعت دې له درباره کناره شم
راته سل زره دوزخه اماده شی
د واعظ منع زما له ښکلو څه ده
لکه اور د پهش له دمه زیاده شي
هغه زړه چې مبتلا وي په دلبرو
نوره هیره د هوښيارو قایده شي
نام و ننګ یې محبت له سره بېل کا
که اسیر یې په دامونو شهزاده شي
د هجري شرف تر دا په جهان نشته
که تر څټ یې مار د زلفو قلاده شي