

اشرف خان هجري
له وفا ښایست په څه هسې ازار دی
چې یې تل وفا ته شا د جفا یار دی
د نصفت ویش چې کیده حسن ویده وه
نن همېش ځکه و قتل ته بیدار دی
عجب شی خاوند پیدا کړو په دا دور
چې دایم یې محبت د زړو په ښکار دی
د زړه کور مې ځکه تش وي له هوسه
چې د هجر هر نفس باندې ناتار دی
پرهارونه د زړه مه شماره طبیبه
له بڼو یې حال د دل واړه اظهار دی
یو په یو یې باڼه وشماره په څو دي
هر مژه یې په تخته کړی پرهار دی
په رضا یې بې رضا ورپسې درومي
تن بېوسه رعیت زړه شهریار دی
په دوکان د ښکلو رو د صورت نشته
واړه زړه سودا کوي صاحب مدار دی
د وفا له کسبه سود د هجري نشته
چې یې دود د جفا تل د مینې کار دی