

اشرف خان هجري
له چشمانو دې پور وړی سُکر مل دی
مخ دې لا تر و ډېر خندان تر نوي ګل دی
په صفحه یې هرګز شان د شکن نشته
چې لیده شي په جُبه خم د کاکل دی
که د څڼیو زیب دې نه دی خجل کړی
په خلوت د کوهي پټ ولې سنبل دی
ثمنیه زیور د څو ګلونو پیرې
چې کمین دې حساب کړی په چارګل دی
عشق دې هسې تل په ضد وي له قراره
لکه ذات د پښتانه نه د مغل دی
یار دې هسې په پارس د مینې زر کړ
ګویا لون له ده وړی هر یاول دی
په خوږه ژبه دې زړونه ربوده کړل
په دا کار دې سحر وروستو د بابل دی
تا ویشتلی فریاد کله په رضا کا
محبت یې بیا په زړه ایښی غلغل دی
هر ستم په مئین کړه چاره یې نشته
حکایت د غماز فهم کړه چغل دی
که تمیز د هجري نظم په معنو کړې
هر غزل یې په ریا رشک د بلبل دی