...

اشرف خان هجري

چې اوربل د مخ دپاسه لکه سپر کا

د سرو ګلو یې خاصیت همه د لمر کا

د یاقوت مثل یې سکور نته اتش ده

سور بلاق دې څنګه جوړ لکه شرر کا

چمکلی یې ځکه سره د یار په وینو

چې خلش ته یې هر دان لکه نشتر کا

ابروان جوړه لیندې باڼه یې غشي

پیرایه د حسن توره څوک خنجر کا

هغه دم چې سنګار وکه روانیږي

یو نظر یې صد ساله صوفي ابتر کا

ژولیده زلفې چې خم کا په رخسارو

خرابۍ ته اجازت زنګی لښکر کا

تورې سترګې یې لا تورې په رنجو کړې

هر باڼه به د آشنا په وینو تر کا

نرمې نرمې قصې واړه فریب دي

په بهانه بهانه په زړه د سحر کر کا

اور اِرم یې و عاشق ته مهیا دی

د وصال خواږه بهشت هجر سقر کا

د عشق سیوری مشخص سنګ پارس دی

په هر چا باندې چې وشي تن یې زر کا

په مذهب د سربازانو کشتنی دی

چې د عشق په لارې ځي له غاوه ډر کا

غټ دې نه ګوري هرګز د یار و مخ ته

چې مایل وي په حیات ویره د سر کا

هر چې وکړه د هجرۍ په زړه دلبرو 

هغه تاخت په سره مغل کله خیبر کا

له جفا به هجري شانه کا و یار ته

که پټ پټ یې تن په وینو کې احمر کا