بي بي زرغونه
اورېدلې مې قصه ده
چې تر شاتو هم خوږه ده
د اختر په ورځ سهار
بایزید چې و رویدار
له حمامه را وتلی
په کوڅه کي تېرېدلی
ایرې خاورې چا له بامه
را چپه کړلې ناپامه
مخ او سر یې سو ککړ
په ایرو په خاورو خړ
بایزید په شکر کښو سو
د خپل مخ په پاکېدو سو
چې زه وړ یم د بل اور
چې په اور کي سم نسکور
له ایرو به څه بد وړمه
یا به لږ شکوه کومه
هو پوهانو ځان ایرې کړ
له لوینې یې ځان پرې کړ
څوک چې ځان ته ګوري تل
خدای ته نه سي کړای کتل
لویي تل په ګفتار نه ده
لو خبره په کار نه ده
تواضع به دې سر لوړ کا
تکبر به دې تل ځوړ کا