...

بي بي زینب

ږغ سو چې ورور تير له دنيا سو نا   کندهار واړه په ژړا سونا

زړه مې په وېر کې مبتلا سونا   چې شاه محمود له ما جلا سونا

***

دا روڼ جهان راته تور تم دى نا   زړه د بيلتون په تيغ کړم دى نا

هوتک غمجن دي په دې ماتم دينا   د پاچهۍ تاج مو برهم دى نا

چې شاه محمود تېرله دنيا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

ځوان و ، ميړه د تورې جنګ ونا   ولاړ د قام په نام او ننګ ونا

دښمن له ده په وينو رنګ ونا   پر ميدان شير و پلنګ و نا

افسوس چې مرګ دې په خوا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

محموده! نه یوازې خور ژاړي   پر مرګ دې ټوله کلی کور ژاړي

خپلوان لا څه، پاچا دې ورور ژاړي   لښکر سپاه دې پلي سپور ژاړي

پښتون دې ټول په واویلا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

اصفهان پاتې تاج نسکور عالمه   چې شا محمود سو نن په ګور عالمه

د پښتون لمر سو تياره تور عالمه   راته دښمن به کړي پيغور عالمه

چې پاچا ولاړ پښتون ګدا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

لښکر سو خپور پښتون ولاړ دی اریان   په خاورو ځای کا شاه محمود عالیشان

پاتې سو تخت و تاج د ټول اصفهان   زړه یې را سوړ سو، کا خوښي دښمنان

وايي پښتون اوس بې پاچا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

اسمانه بيا دې څه ستم کا څرګند   وشلاوه تا چې د پښتون و پيوند

دښمن دې بياز موږ په وير کا خورسند   چې شاه محمود دې کا په قبر کې بند

په کور مو ويرشور وغوغا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

هوتکو! ژاړئ محمود شاه څه سونا؟   پښتنو! ستاسې لوی سپاه څه سونا؟

له اصفهانه تر فراه څه سونا   پاچا چې و حشمت پناه څه سونا؟

د پښتون پرتم فنا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

محموده ځوان وې ولې ولاړې له ما   له تخت و تاج هر څه سوې جلا

اصفهان ولې پاتې سونا له تا   سر دې راپورته کړه چې څه کړي اعدا؟

دښمن ولاړ بیا شاوخوا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

اورم نارې د غم چې کړینه فریاد   پښتون په مرګ د شاه محمود سو برباد

زړونه چې تل به و ښادمن سوه ناښاد   د ساندو ږغ دی چې راوړینه یې باد

ماتم زده پير و برنا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا

***

وروره مقر دې ستا مولا کا جنت   در دي کا تاته پس له مرګه راحت

روح دې شه ښاد په لويه ورځ د قيامت   مخ د وه روڼ د خداي په مهر و محبت

د خالق رحم تل پر تا سونا   کندهار واړه په ژړا سونا