بي بي نېکبخته
په طلب یې ودرېږه
په خدمت یې هوسېږه
له جمله بدو نفرت کړه
و نیکي ته ولاړېږه
په نیکي کې یې اخلاص کړه
بدي مه کړه وپوهېږه
پر ګناه له دواړو سترګو
د باران په دود ورېږه
چې یا رب العالمینه
له ګناهه راتېرېږه
خدای به رحم په تا وکا
په زاریو ته ژړېږه
بي پروا و خدای ته مه شه
له غضبه ووېرېږه
هرغه فعل چې یې حق دی
په طلب یې وښورېږه