بي بي نېکبخته
د خدای حق ته غاړه کیږده
نورې نورې وینا پرېږده
دنیا پاتې له هر چا ده
په اخلاص کې ځینې لېږده
څو قوت لرې په ځان کې
سر دیار په رضا کېږده
ځان له بده خویه ژغوره
زړه په ذکر دیار
بلېږده
کل دنیا به دې دښنه شي
اوس له ویرې ځینې رېږده
ټوله غواړي حسابونه
که دې اوښې، که دې مېږ ده
دنیا ترک وهه که پوه یې
د بقا پر لوري پښې ږده