...

بي بي نېکبخته

په زړه ښاد شې اې مومنه

په ظاهر په باطن سپینه

ظاهر زهد په اخلاص کړه

په زړه ټینګ شه له یقینه

شکر صبر په هر حال کړه

خودنمای مه شه خودبینه

شپه و ورځ به په ژړا یې

که خبر شې له سجینه

سجین ځای د خودنمایه

د بې نمازو او بې دینه

له هغه ځا امان راکې

یا الله العالمینه