حلیمه خټکه
دا شنا په فکر خوښه هسې شان شوم
نه پوهېږم چې ممتاز که نور جهان شوم
چې يې کړمه ستا په مينه سرفرازه
ثنا خوانه په څورنګه د رحمان شوم
چې مجاز مې د اياز ولاړ له زړه نـه
سربلنده تر محمد غوندې سلطان شوم
و هــر چا وته چې ګورم واړه دی دی
د جما له ننداره يې شادمان شــوم
غير فکر مې له زړه رابهر شو
پر خليل و پرعدو باندې يکسان شـوم
حليمې د غماز مکر زيات له حد شو
چې دې بېل له ياره نه کا په ګمان شوم