...

سیدال خان ناصر

يار ما له هسې گران سو   راتېر تر ټول جهان سو

نور نه وينم په سترگو   جهان ټول راته جانان سو

***

دوې زلفې دې اوږدې كړې   پر مخ دې راخپرې كړې

سرې اشرپۍ دې په تندې باندې سپرې كړې   گرزې په باغ كې په گلونو كې نخرې كړې

په اور دې وسوم ياره   راته اور تازه بوستان سو

***

مين چې اشنايي كا   شپه ورځ به گرياني كا

شهۍ ده ستمگاره خوشحال زړونه به زخمې كا   ليندۍ لري د ورځيو د باڼو غشي كاري كا

پرهار مې گوره خلقه   د دلبر د تېر نښان سو

***

مين پر لويو غرو ځي  سرتور په نيمو شپو ځي

ووزي له وطنه ، وطن پرېږدې پر چولو ځي   فرياد ونارې وكا، په نارو په غلبلو ځي

وصال يې نصيب نه سو   گوره زړه ډك په ارمان سو

***

نارې وهم عالمه!   د شپې تر صبحدمه

ناتوانه د بېلتون يم يو گړى نه لرم دمه  بې تا مې نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه

نظر پر ماغريب كړه   چې تاخون مې ستا په ځان سو

***

شبنم پر گلو ښكاري   زما اوښكې دارې دارې

خوناب ځي ستا له غمه زما په مخكې لارې لارې   تمامه شپه كم تېره په ژړا په نارې نارې

ښكاره سوه چې مجنون يم   لېونتوب مې اوس عيان سو

***

بوستان ښكلى زیبا دى   رنگين په اوښكو زما دى

د زړه پرهار گلگون دى چې بلبل په تماشا دى   په مينه مې زړه وچاودي ته وايي په خندا دى

نتلى د بېلتون يم   زه «سيدال» دا مې بيان سو