...

عبداللطیف اڅکزی

غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی کیسه سوه   خورا ډېره خوږه سوه

***

یو سوی د اوښ اشنا سو   بې حده یې همرا سو

یاري به یې کوله، یو له بل یې یارانه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

اوښ وویل چې سویه!   اې زما یاره نېک‏خویه

بې تا مې ښادي نسته شبه او ورځ مې په تا ښه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

ټول عمر یې صحبت کا   د سوې سرې الفت کا

شېبه یې بېلتون نه کا یو له بل یې مرکه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

سوی و د اوښ په کور کې   ژوندون یې په سرور کې

کیسه به یې شروع کړه هر سهار څو به غرمه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

سوی تل مېلمه د اوښ و   دوستي کې ډېر په هوښ و

خپلوي سوه هسې ټینګه چې به پرې نه په برمه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

اوښ هم عزت د سوی کا   ساتنې د ابروی کا

د یار د زړه دپاره به مقبوله نه پلمه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

یو ورځ سوی مېلمستیا کړه   د اوښ د پارې دا کړه

خپلوان یې راخبر کړله د سوی ټوله مېلمه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

اوښ راغی د سوی کور ته   یو غار یې ولید پورته

دا تنګ په هسې شان و چې نه ځای یوه ګونډه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

راوړي یې خواړه وه   یو څه وه لږ واښه وه

دا ټوله چې یې راوړله د اوښ یوه ګوله سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

اوښ وږی ولاړی کور ته   ختلای نسو پورته

سویانو یې ځای نه درلودی ټوله شرمنده سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

سویانو جمعیت کا   ها سوی یې ملامت کا

ول ستا د اوښ څه دي چې دوستي سره توده سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

چې سوی اشنا د اوښ سي   باید چې لږ په هوښ سي

د اوښ دپاره ښایي چې پیدا یو مامته سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

هر څوک چې یارانې کا   چې پیل کا پیلخاني کا

هر چا له مناسبه اشنايي او طریقه سوه   خورا خوږه کیسه سوه

***

چې څوک مناسب کار کا   عبرت له دې ګفتار کا

له خپل ټغره سمه د هر چا پښه را اوږده سوه   خورا خوږه کیسه سوه