...

اشرف خان هجري

په څو قومه باور مه کوه ټګان دي

قول و بول یې صادق نه دی کاذبان دي

قول و بول د پښتانه د اوبو ځګ دی

ځنې لا په جرګه سپک تر کُل افغان دي

د وطن زمکه مثال په لویه دشته

پکې ګرځي هم روباه هم شغالان دي

په تقلید د حیا نوم په ژبه اخلي

ولې نه لري هیڅ شرم بې شرمان دي

حسن خیل له ننګ و شرمه خبر نه دي

خو د نس په حرص ډوب لکه کاوان دي

میردادخېل په کوم مذهب دي خبر نه یم

نه مسلم نه رافضي نه کافران دي

چې امید کاندي وفا له غلامانو

هغه واړه لایعقل بې شعوران دي

یو دوران په خوی بتر ګڼه تر سپیو

بل ډمان همه له څیرمې قلبتان دي

ډمان واړه وفا نه لري بې شکه

د سرای لا قحبه د مادر کُسته زنان دي

دا ټوپر که غلول کا لکه تروړې

د پاتي زوی همه کُوټه سګان دي

څو دایم په دوی ثابت مردان یې بوله

هر چې مکر و ریو و رنګ لري زنان دي

ما هجري چې د جهان ننداره وکړه

تر صادقو یو په سل کاذب کیدیان دي