...

ملا نورمحمد غلجی

ته مومن ژوندی په دین یې زما یاره

ته ژړا فریساد کوه په څو کوکاره

استعفار توبه کوه د ځان دپاره

ته هم ځان ساته پناه غواړه له ناره

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره

***

زه و تا ته یو ویی کړم زما وروره

په سهار بیداري کړه اخرو ګوره

یا به ته سې په جنان کې یا په اوره

چې ستا حال به په څه رنګه سي له ګوره

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره

***

په هر وخت له مسلمانه دلداري کړه

په دریمه شپه کې ډېره بیداري کړه

هم پر خپل صورت وژاړه هم زاري کړه

دا خپل ځان لکه حباب ترې بیزاري کړه

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره

***

ته دروغ الا بلا مه کړه دنیا کې

دا دې زیان دی زما جانه په عقبا کې

ستا ډېر سود دی درته وایم په ژړا کې

له ګناه خلاصی ډېر دی په دعا کې

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره

***

ته د خدای له حکمه مه غړوه غاړه

نیک اخلاق کړه ته طلب او ښه خوی واړه

تضرع کړه خپل صورت کړه وچه ناړه

ته له خټو یې جوړ سوی تن ویجاړه

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره

***

ته امید کړه و رحمت ته زما جانه

د رحمت دروازه خلاصه ده جانانه

هر سهار رحمت نازل سي له اسمانه

مغفرت په سهار غواړه له رحمانه

بیداري کړه په سهار کې زما دلداره