...

نصیر الدین خان اندړ

د خوار عاشق ژړا مدام وي دا څه کار دي نا

که وي په پټه خوله، همدغه یې ګفتار دي نا

د خوار عاشق مدعا دا ده که ژړا کي نا:   چې ورښکاره خپله زېبا مخ دلربا کي نا

په خپل وصال که یې خوشحاله محبوبا کي نا   بل څه نه غواړي هم د دغه امیدوار دي نا

***

د دې مینو په زړه خدای بل کړه اورونه دي   چې ورته پېښې دي خوارۍ ده ډېر غمونه دي

نور به ارام په درسته شپه کاندي خوبونه دي   پر مینانو هره شپه د غم ناتار دي نا

***

د عاشقانو زړه یې مات کا نه رغیږي نا   هو پر ښيښه باندې پترې کله جوړیږي نا

چې د وصال په امید هر عاشق اوسیږي نا   که یې دا نه وي عهاشق هر ساعت بیمار دي نا

***

د مینانو وصال عین لوی اختر دي نا   یو خو خوار نصر له خپل بخته مرور دي نا

د بېلتون اور دی چې په سوي درست ځیګر دي نا   هیڅ نه جوړیږي د بېلتون کاري پرهار دي نا