ملا محمد حافظ بارکزی
کم بخته مه کړه پر دنیا ډونګونه که دې زړه غواړي د جنت ګلونه
***
کم بخته! موږ یو مېلمانه پر دنیا وطن مو بل دی اخر ځو په رښتیا
هم به ښه بد سي رامعلوم په عقبا نو له سره اور کئ په امان ځانونه
***
کم بخته! مه کوه حرام چې بد دی چې کړي حرام هغه باطن کې دد دی
اعمال یې ټوله په عقبا کې رد دی په لویه ورځ به یې وي تور مخونه
***
کم بخته! مه کوه حرض، قرار سه ثنا د رب کوه صبور په کار سه
توښه د دین وړه په دې کاروبار سه چې بې توښې نسي پیدا سودونه
***
کم بخته! مه ځه د حرام پر لوري خدای به و تا ته په غضب وګوري
که دې زړه غواړي ښایسته ښې حورې بې ځایه مه ږده بې پروا پلونه