...

ملا محمدعادل بړېڅ

هغه خلق عاصیان دي

چې په فرض کې کهالان دي

چې فرض نه کاندي له قصده

دوی بې شکه کافران دي

چې وای کړم یې زده یې نه وي

که طعام خوري حیوانان دي

علم فرض پر هر سړي دی

چې فرض نه کا څه کسان دي

چې په قصد یو لمونځ قضا کا

په دوزخ کې فاسقان دي

خدا په تا زه امان غواړم

له هغو چې فاخران دي

له هغو سره مې ګډ کا

چې خاصه ایمانداران دي