

اشرف خان هجري
په دنیا د هغو زړه دایم کباب وي
چې اخته د بد خصلت یار په عذاب وي
تر دا سخت عذاب بل مه ګڼه په دور
چې په برخه د چا یار مختلف داب وي
کامراني په دې جهان هغه سړی کا
چې یې یار په رضا جوړ پوی په حساب وي
که حلوا کباب موجود وي په مجلس کې
پیاله هم ورسره جوړه د شراب وی
زېؤ ګلونه په ریاض کې میلمانه وی
په اواز ورسره مل چنګ و رباب وی
دا همه به هومره زړه د چا خوښ نه کا
لکه خوښ د موافق یار په جواب وی
بندیوان یې هجري څوک په جهان مه شه
د بد یار صحبت د زړه د پښو طناب وی
چې یې سحر بولي څوک شعر زما دی
نور د واړو شعر شعر سحر دا دی
که باور دې په دا نشي پاسه ګوره
زما هر غزل شاهد په دا دعوا دی
دا زما سحر حلال دی باور وکړه
نور همه سحر حرام چې په دنیا دی
هسې نه چې سحر کړم په خپله ژبه
تر پښتو مې د فارسۍ شعر والا دی
ارزاني شعر مې ولیده په سترګو
ډېر مې شعر هم لیدلی د مرزا دی
یو په یو یې حال همه راته ظاهر شه
هر افغان چې شعر کړی جابجا دی
که هر څو مې سیال د شعر لیده نشي
ولې زه طفل مکتب پدر اُستا دی
د لري د بري کار نشته په میان کې
د بابا اشعار زما دا د بابا دي
که هزار ښاخونه بېل اصل خو یو وي
په دا کار هغه پوهیږي چې دانا دی
پیدایش همه د رب سبب مې دی شه
که بنده په دا ظاهر صورت جدا دی
زه هجري به یې د کوم هنر صفت کړم
ژغ یې خود د خوبۍ تېر لا تر معما دی