بابوجان بابی
عشق یو هسې توریالی دی
چې پر هر ځای یې بری دی
د عشق اور هسې سوزان دی
چې سو ځلې یې جهان دی
زړه بې عشقه کله زړه دی
چې بې عشقه زړه د مړه دی
نه دی عشق په یوه رنګ
کله صلح، ګهې جنګ
پښتانه کاندي متل:
چې دی خوږ تر شات، عسل
چې بې عشقه سر کدو دی
تش بې مغزه یو لاړو دی
زړه بې عشقه په کار نه دی
هم هر زړه سزاوار نه دی
چې د عشق وکا خبرې
کړي په غوږ دا مرغلرې
د پاکانو عشق سزا دی
امانت دا، د مولا دی