ملا پیر محمد میاجي
شیخ متي چې خلیلي و
دی له اره لوی ولي و
یوه ورځ روان پر لار و
لوی څښتن په استقغار و
کړ ده ذکر د غفار
یو شېبه نه و اوزګار
پر دې لار وې تیږې ګټې
لارې مخکې وې په پټې
ډېرې شپې راغی رویدار
چې یې صافه کړله لار
یو دهقان به ابیاري کړه
شپه په شپه به یې خواري کړه
ده به لید په توره شپه
شیخ متي په زیار اخته
له راحته به بیزار و
ټوله شپه به هم بیدار و
یوه شپه راتېر ملیار سو
شیخ مختي ته په ګفتار سو
اې د خدای رویداره څه کړې؟
دومره زور زحمت پر څه کړې؟
ته بادار یې د ولیانو
ته قدوه د صالحانو
ستا د در خاورې سره زر دي
د هر چا کحل البصر دي
په شپو شپو یې ته بې خواب
په زحمت په اضطراب
پاکوې د لارې ګټې
په دې خاورو څه دي ګټې
داسې ووې شیخ متي
د مولا په عشق پتي
چې خدمت د خلق الله
یو ګړۍ په یوه ساه
تر هر څه بهتر دی وروره!
زده کړه دا خبره ګوره!