...

ملا محمدصدیق پوپلزی

لکه بلبل چې بې له ګله بل ارمان نلري   هسې بې یاره بله هیله عاشقان نلري

***

چې ژړا کاندم بې له یاره بل مطلب نلرم   چې هسې سور یمه په وینو بل سبب نلرم

بې یاره نور څه نه غواړمه نور مطلب نلرم   چې څوک مین سي بې له یاره بل ارمان نلري

***

تر تا چې ځان قربانومه اې نیازمنه یاره   تل دې غمونه ګلومه اې نیازمنه یاره

له سترګو اوښې تویومه اې نیازمنه یاره   زړه مې بې تا په یو ساعت دمه او توان نلري

***

که ته مې وژنې، که پرېږدې، اختیا خو تا لره دی   غم دې پیدا نه دی بل چا لره خاصر ما لره دی

زړه له راغلی دی مېلمه سبا بېګا لره دی   د زړه له کوره څخه تګ په هیڅ هيڅ شان نلري