...

بهادر خان

بېلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي   لکه شبنم څاڅي

دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي   لکه شبنم څاڅي

ګوره لیلی باران د اوښو ستا په چم څاڅي   څنګه پرچم څاڅي

***

راغله لیلی په شینکي خال نڅا په ګلو کوي   په سرو منګولو کوي

سهار چې وزي سیل کا، ږغ په بلبلو کوي   ګل په اوربلو کوي

ملالې سترګې یې کاته په ویرژلو کوي   زیب په کجلو کوی

د ژوبل زړه وینې په هر ګړۍ هر دم څاڅي   لکه شبنم څاڅي

***

ښکلې نجلۍ! د باغ په لور مه ځه نڅا مه کوه   عاشق رسوا مه کوه

وریت سوی زړه مې دی مین پورې خندا مه کوه   راشه جفا مه کوه

زه یم پتنګ ته یې ډېوه ماجلبلا مه کوه   نور ظلم بیا مه کوه

یم ستا له عشقه لېونی پر ما ماتم څاڅي   غم او الم څاڅي