محمدګل مسعود
چې مې جانان په نیمه شپه کې بېل شو اور راباندې بل شو
چې را نه لاړې، نو دې غم له ما نه مل شو اور راباندې بل شو
***
ښکلې لیلی له ما نه لاړه، زه نسکور یمه سوی په اور یمه
د بېلتانه سور اړ کې ورک مرض مې جل شو اور راباندې بل شو
***
رب دې ښایست درپورې اور کي زه دې سکور
کړمه وریت دې په اور کړمه
دا سپی رقیب به مې ستا په ور د مینې غل شو اور راباندې بل شو
***
راشه د خدای دپاره غور کړه محمدګل ژاړي تا ته تل تل ژاړي
دا ستا د عشق په واویلا کې لکه نل شو اور راباندې بل شو