

اشرف خان هجري
دریغه دریغه بیچاره عاشق ذباب وی
چې ګستاخ یې ناست د لبو په قند آب وی
دا دولت که موجود نه هم غنیمت وه
که یې تل په دربار پروت لکه کلاب وی
ځير کاته به یې ښایست و ته ممکن وو
کشکې نور یې د مخ مهر یا مهتاب وی
دا بازار به یې د نور په جهان نه وه
په اورو که همېش پټ مخ د افتاب وی
د یار مخ به هله سم وه له خورشیده
که یې نور د ښایست منع په نقاب وی
چا به مښک عنبر هرګز ورته و نه وې
که د څڼو رنګ یې شین لکه سحاب وی
د هجران غم به دا هومره شوخي نه کړ
که موجود راته ګهې چنګ و رباب وی
که ژړا مې په انداز د زړه د سوز وی
یوه سترګه سیند د ګنګ بله چناب وی
د هجري خوښي که کړې د دوران دور
د دنیا کور یې دایم د یار جناب وی