دوست محمد کاکړ
له نیکانو روایت دی
هسې توګه حکایت دی
نورمحمد کاکړ راوي دی
چه یې فیض تل جاري دی
د نیکونو له خولې وايي
چه منښت یې راته ښایي
چه کاکړ نیکه زاهد و
لوی څښتن له تل عابد و
تل تر تل بې عبادت کا
پر دې لیار یې ریاضت کا
شپې یې روڼط په لمانځو وې
په ژړا و په نارو وې
نه یې خوب، نه یې خوراک و
عبادت یې ژوند و ځواک و
چه به کښینوست په لمانځنه
یا به کښېوت په ستاینه
ورځ یې ټوله په قعده وه
شپه یې هم یوه سجده وه
تل یې سیر د لاهوت کا
په یوه ګوله یې قوت کا
غرق به تل په ذکرالله و
هر سبا او هر بېګاه و
یوه شپه یې عبادت کا
پر ګناه یې ندامت کا
سترګې پټې سوې له خوبه
په شپو شپو یې و ویښتوبه
هسې خوب یې ولید ګرانه
چه غرغښت ښيي ښهانه
وایي: اې کاکړه زویه!
له تا خوښ یمه نېکخویه!
ستا قدم زما پر لار دی
ما سوا کې دې قرار دی
شپه و ورځ دې ده لمانځنه
د څښتن عبادت کړنه
ولې پاته له تا نور دی
شپې او ورځې دې په کور دی
ځه جهاد کړه پر تا فرض دی
دا هم ستا د غاړې قرض دی
یوه ورځ جهاد افضل
تر کلو کلو لمانځل
څوک چې تل لمونځ و روژه کا
په جهاد به یې پوره کا
لومړی شرط د دین همدا دی
بیا خدمت د خلق الله دی
له تا پاته دواړه دي نه
ځان خبر کړه ښه له دینه
توره واخله مجاهد شه
د لوی خدای د دین قاصد شه
د خدای نور پر جهان خپور کړه
دا خدمت یې په ځان پور کړه
چه دې بشپړ عبادت سي
ځان دې خلاص له معصیت سي
چه له خوبه ویښ کاکړ سو
د غزا پر خوا نوموړ سو
زغره خول یې اراسته کړل
د غزا غشي تېره کړل
هرات خوا ته په تلو تلو سو
د سلطان غیاث له ملو سو
وېکړه هورې جهادونه
د سلطان مل شو په ملونه
څو هورې تر دنیا تېر سو
د غازیانو په ټول شمېر سو
چه یې هلته هم وفات سو
ښخ په خاورو د هرات سو
مېړه هسې ژوندون کاندي
مري د خدای په رضا باندي