

اشرف خان هجري
د هر چا چې په نصیب د ښادۍ وار شي
کوس غریب یې بې موجبه ګنهګار شي
ګریبان به د سړي له جوره بژه کا
په اُخرا که حال له کوسه استفسار شي
مړ لرګی د رباب هله زنده بوله
په صورت چې یې ګویا د ګډې تار شي
دم په دم یې ګوښمالي کا بې ګناهه
هر ساعت چې د ښادۍ مجلس تیار شي
که له جوره یې غاو وکا ربابونه
هر مطرب به په اخر هیزم د نار شي
هر هوس چې مخ د چا کره ښکاره کا
په ښو جونو یې انګڼ همه ګلزار شي
جونه خپل موجونه کاندي په سندرو
په غضب دوه صورتونه ګرفتار شي
یو منګی بیچاره غل کاندي دلبرې
خوله یې هر نفس وهلې په پيزار شي
بل نصیب هومره څپېړې د چا مه شه
لکه جوړ د ده په ونو په رخسار شي
د کشت تخم په خوله پټه خراړه ګم کا
د وګړي غل طوطا په تش چغار شي
یو هزار جرمونه کا سزا یې نشي
په توره یې بېګناهه بشر خوار شي
هره چار د جهان کجه ده له عدله
چې لیدلی د چشمانو په انوار شي
د کردار اسرار یې چا نه دی موندلی
مګر پس له مرګه ولید دا اسرار شي
عدالت دا هسې نه وي چې زاغ خاندي
بې موجبه په ازار هجري هزار شي