

اشرف خان هجري
د شاعر شعر یې اور و ته علف دی
څو نیولی مې د نظم تېغ په کف دی
د خبرو په ژوپین به یې سوری کړم
که مې خصم پټ په ډال لکه کشف دی
روشن فکر مې غواص ګوهر وکاږي
د زړه کور مې د ذاتي دُرو صدف دی
چا چې نه وي په دنیا ګوهر لیدلی
تر ګوهرو لا بهتر ورته خذف دی
یو نفس یې د عیش غواړم مونده نشي
ګویا نن یې له دنیا وجود تلف دی
زه طلب د هوس کړم چې هرګز نه وه
څو قایم په دا جهان چرخِ حزف دی
هر طرف چې نظر کړم شور و غوغا ده
نه زده چا چې یې قرار په کوم طرف دی
څو لښکر د هجر کوز زما په زړه شه
شکسته مې د ښادۍ د جیش صف دی
ما هجري ته د یار هجر جهان اور کړ
د زړه سود مې څه خو ژغ د نایو دف دی