

اشرف خان هجري
مخ یې هسې د خالق په قدرت صاف دی
چې یې کړی تر قمر د تیري لاف دی
په صفحه یې د سپین مخ زلفې کږې کړې
هر یو خم یې مشخص د مښکو کاف دی
د قد مثل یې الف د خولې یې نون شه
د کاکل رنګ یې مثال په سر د قاف دی
باد یې وبی د زلفو وړه خلقو د رود وې
ما وې چا کره پاره د نافو ناف دی
ښی او کیڼ یې تورې زلفې په مخ زانګي
هر ساعت یې په عشاقو اعتصاف دی
د کردار جزا به ورکړه عاشقانو
ولې جرم یې د شاه په روی معاف دی
هرګز تېر د بل دلبر په کوڅه نه یم
چې مې کړی د اشنا د در طواف دی
همېشه یې د جناب په خاورو رغړم
هم هغه زما بستر هم مې لحاف دی
ځنې ځنې راست عاشق لکه وامق وي
د عشق لاف اکثر وګړي په ګذاف دی
چې هجري اغاز د شعر ګفتګوی کړ
زرخرید یې د ګفتار د چمن واف دی