

اشرف خان هجري
پسران د ادم واړه غریبان دي
وارد شوي په دا دشته د فغان دي
نواله یې د ارام تناول نه کړه
سرګشته دایم په دور د اسمان دي
حقیقت یې ماشبه په حال د ګوی دی
د فلک دورونه تل لکه چوګان دي
د قرار ساعت و نه وینې په سترګو
په هر لور چې یې نصیب پسې روان دي
کیفیت یې د احوال پوشیده نه دی
په دوه ملکه سرګشته مسافران دي
چې په مخ د زمکې شته زنده یې بولي
هغه تېر تر زمکې لاندې مردکان دي
پرون راغله برهنه برهنه لاړل
نن همه د تورو خاورو په زندان دي
یو یې نه وړ څه حاصل له مال و ملکه
د دنیا په غرور واړه پشېمان دي
دا وګړي چې میلمه دي په جهان کې
تن په تن په لمبو سوي د هجران دي
هیڅ بشر به هسې نه وي مور زوولی
چې یې نه په زړه داغونه د ارمان دي
قباحت یې د حال ډېر بیان یې نشي
واړه غم لره زوولي ادمیان دي
چې احوال په دا منوال د جهانیو!
هر چې فخر په دنیا کا غافلان دي
د جهان چارې سراب وفا یې نشته
په سراب عبث غلط لکه عطشان دي
هجري عمر و دولت باد بقا یې نشته
ناز هغه کاندي په دا چې کودکان دي