

اشرف خان هجري
طالبان د دنیا واړه کودکان دي
بېهوده په مینه ډوب د این و ان دي
همېشه لکه طفلان هوس پرې کاندي
دنیوي اشیا ګویا خاکي فیلان دي
خاکي فیل چې نفعه نه بښي کودک ته
دا قول شاهد واړه عاقلان دي
ناګهانه یې سرتور موت جدا کا
ځنې پاتې شي رختونه که اسپان دي
ژوندون کله وفا کا له زمانیو
په لږ عمر عبث ګل غوندې خندان دي
ما چې این و ان د دور تجربه کړل
په قرار یې باور مه کړه ګذران دي
چې له مکر یې خبر ورته یې شا کړه
په عشوه یې فریفته همه نادان دي
ته چې فخر په حال کړې زمانه خاندي
وايي تا غوندې ټګلی ما چندان دي
راشه ناز د زمانې په یارۍ مه کړه
څو یې ښه تر تا بیولي په ارمان دي
هیڅ تاثیر د غافلانو په زړونه شي
عاقلانو ته عبرت سلف مردان دي
په ډول ډول په زمکه ځې شرم دې نشي
چې په نس کې یې پراته ستا بزرګان دي
هجري پښه په ادب ږده چیرې به ویښ شي
تر قدم لاندې ویده همه یاران دي