

اشرف خان هجري
هغه زړه چې په اشنا پسې خوږیږي
که صاحب یې شهد خوري کله خوږیږي
پوخ طبیب په هغه زخم دارو نه ږدي
چې یې رو د وینو سیل غوندې خوږیږي
د هر چا د حیات ورځې قلمي دي
هر ساعت چې ګذر کا عمر لږیږي
څو به ناز په عمر کړې فکر د کوچ کړه
ګړیال مه ګڼه یا وه چې تل غږیږي
که هر څو یې مخ د عیش په لور سم کړم
زړه مې ځکه تل غمونو ته کږیږي
پروني یاران چې یې ما سره مجلس وه
نن یې تن په تورو خاورو کې ریژیږي
د هجري ځيګر په نېش د هجر غوڅ شه
په هر لور یې وینې موج کاندي بهیږي