...

اشرف خان هجري

هومره څه لره عاشقه په ازار یې

چې له چرخه هم ظالمه په دا کار یې

تل به دا خوبي په تا نه وي قایمه

که مغروره د خپل حسن په بازار یې

ته هم ډار وکړه د دهر له نیرنګه

اې چې تل مې په ازار لکه ادوار یې

دا جزا به پیر د ورځو صبا در کا

ته که نن افت زما لیل و نهار یې

د زمان خزان خو شته غافله مه شه

نن هر څو که زیب اوره تر ګلزار یې

کوم بهار په چمن ډېر وي تر زمانه

ته چې هسې شان غره په خپل بهار یې

بې زیوره دې مخ اور جهان دې وسو

بیا په کوم غرض قاصده دستکار یې

سیال نشته ستا د مخ په ولایت کې

تر بتانو هم تیری د هندوبار یې

نور همه خوبۍ لرې قباحت دا دی

چې په خوی همه جفا لکه روزګار یې

د وصال د میو نوش طرب افزا وي

هجره ته ورپسې بد لکه خمار یې

هجري یو ساعت خاطر قرار درنکړ

څو د یار د عشق په اس باندې سوار یې