

اشرف خان هجري
هغه یار چې یې مخ رشک د مهر و ماه دی
په ذقن یې اوس ښکاره د خط سیاه دی
تورې زلفې یې زندۍ زړونه پرې نیسي
د هوش بند لره یې جوړ د ذقن چاه دی
د بیسر ګوهر یې تاخت لره تل ښوري
خال یې لا په چا زړه سوی نه کا جانکاه دی
د جهان دلبر یې واړه نوکران دي
نن زما په یار قایم د حسن ګاه دی
که له جوره یې فریاد کړم وايي چپ شه
ورځ د زړه ده د عاشق دا یې بیګاه دی
چې طلب د بوسې کړم وعده صبا کا
زه تر کومه پسې ځم عمر کوتاه دی
یاره نور برات د کار په وعده مه کړه
ورځ د عمر په اخر شوله بیګاه دی
لکه ته په تخت د عمر بډای کړې
ستا اشنا هم په جهان د نظم شاه دی
د وصال په توره سر د هجران غوڅ شه
همېشه د دې دولت هجر بدخواه دی
راشه راشه د دین ارمان به یوسې
د هجري صورت سوار په اس د ساه دی