

اشرف خان هجري
څو مې ایښی په خاطر د هجران بار دی
له وصاله مې نصیب تش انتظار دی
د وصال تریاق راوبښه مئینه
هر نفس مې زړه چیچي هجر دې مار دی
چې شراب د هجر څښي بېغمه مه شه
خود به درشي البته هجر خمار دی
جدايي په مرګ له یاره ارمان نه وي
چې زنده ځنې جدا په ځان یې زار دی
چې هرګز یاري له چا په دنیا نه کا
په دنیا کې سړی ډېر ملنګ مې یار دی
څو دا شین فلک دورونه کا په زمکه
په ژړا یې له نیرنګه هر جاندار دی
نه یې یو ساعت قرار په ځان روا کړ
نه عالم د ده له دوره په قرار دی
دنیا ځکه لبالب ده له افسوسه
چې اخیر د خزان وار اول بهار دی
هیڅ باور یې په بقا د ښادۍ نشته
همه غم لره پیدا د ارمان دار دی
زه خټک په بیجاپور اشنا په روه دی
ولایت مو سره اډ د هندوبار دی
چې هجري غوندې جدا وي له یارانو
که بادشاه شي په دکن عمر یې خوار دی