

اشرف خان هجري
د مئین له زلفو بوی راوړی باد دی
څو منت یې په ما ایښی تل مې یاد دی
ظاهري تنه مې روغه زړه مې لوټ کړ
د مخفي رنځه طبیب ته څه فریاد دی
شب و روز یې خالي نه یمه له فکره
سوزنده اتش دکن یار په هېواد دی
بس جفا کوې په خوږو ترس دې نشي
په سینه کې دې زړه کاڼی که فولاد دی
چې جواب د وفا نه مومي ریباره
په لمبو مې اچوي دا یې مراد دی
د رقیب له غمازیو ښه خبر شوم
که له دره یې بېرون شي زما یاد دی
د دردمنو په اه نه لوړی له بېخه
په وصال کې د هجرت هسې بنیاد دی
هجر تل په ملاقات پسې وصلي دی
تخلص د غل پس چې یې معتاد دی
طبیعت مې ازمیه همسري نه ده
دا غزل د شاګردۍ په در استاد دی
روهي ډېر د یار له جوره ګیله مه کړه
له دغه ستمه چا موندلی داد دی